ولسمشر غني له مارشال عبدالرشيد دوستم سره د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه خبرې کړې دي. دوستم ويلي، چې مونږ د خپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ يو او له خپلې خاورې او خلکو دفاع کوو.